ایکنانیوز د latestly له قوله راپور راکړ، په سویډ کې یو عراقي توکمه پناه غواړي ملحد چې څه موده مخکې له دغه هیواده شړل شوی ، په ناروې کې ئې پخپل کور کې مړی موندل شوی دی. په راپور کې وئيل شوي دي ،د غیر رسمي سرچینو د راپور په اساس د مومیکا له مړي سره یو لیک هم موندل شوی چې پکې لیکل شوي دي، د خداي پیغام دا دی چې څوک ما نه مني له هغوي سره کار مه لرئ، خو څو ک چې د ما د کتاب قرآن کریم سپکاوی کوي ،باید هغه ژوندی پاتې نشي.
له دې مخکې سلوان مومیکا په ایکس پاڼې کې پخپل تر ټولووروستیي پیغام کې لیکلي وو، نن له سویډه تللی او اوس په ناروې کې دی او په دغه هیواد کې ئې د پناه غوښتنه وړاندې کړې ده.
له دې مخکې د سویډ دمهاجرت محکمې د په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي کونکي عامل او په سټاکهم کې دیره عراقي توکمه مهاجر سلوان مومیکا د ویستلو له فیصلې سره موافقه کړې وه.
د سویډ حکومت په تیر نومبر میاشت کې د سلوان مومیکا د اقامت مجوز لغوه کړ، خو دهغه ویستل ئې ځنډولي وو او په هغه وخت کې مدعی شوی چې د مومیکا ژوند عراق ته بیرته ستنیدا په بڼه کې له خطرې سره مخ دی.
سلوان مومیکا تیر میلادي کال کې څو ځله په سویډ کې په سپين سترګیتوب سره د آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی کړی چې د مسلمانو هیوادونو او ملتونو له خوا له پراخ غبرګون سره مخ شوی ؤ.
د سویډ زیاتره ښاریز د قرآن له سپکاویو سره پخپلا نه دي او د سویډ دعمومی چینل له خوا په وروستیو شوو نظر غوښتنو کې څه د پاسه نیمو ځواب ورکونکو وئیلي ، چې د قرآن په څير د مقدسو کتابونو له سوځولو سره هیڅکله هم پخلا نه دي . او باید په دغه سپير کار بندیز ولګیږي.